کمېسیون د پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړولو لپاره مشورتي غونډه وکړه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ښه توګه د پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړولو لپاره،د دولتي ادارو د پالیسي جوړونکو مسوولینو، رسنیو، د مدني ټولنو د بنسټونو او ښکېلو اړخونو څخه نظرغوښتنه وکړه.

د کمېسیون ستراتيژیک پروګرام، په پرلپسې غونډو کې له شننو او ارزونو او د ترلاسه شویو نظرونو له یو ځای کېدو وروسته طرحه کېږي.

د ستراتيژیک پروګرام په سند کې به موخو ته د رسېدو لپاره، د کمېسیون ټولو موخو، تګلارو او لازمو کړنلارو ته پکې ځای ورکړل شي.

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر احمد نادر نادري وویل:« هرکار چې موږ او د ملکي خدمتونو لویه دستګاه یې په ټول هېواد کې ترسره کوو، باید د هېواد له لویو پراختیايي موخو سره ورته او برابر وي. اړتیا ده چې موږ د دغه مسیر لپاره یو لارښود ولرو، زموږ موخې مشخصې او دوامداره وي او کارونه د وړاندوینې  وړ وي.»

ښاغلي نادري زیاته کړه:«پروسې او سیستمونه چې جوړېږي او یاهم مخکې موجود وو، اړتیاده چې ښه شي او د ستراتيژیک پروګرام له موخو سره برابر وي. یو لړ کارونه چې موږ ترسره کړي، تراوسه بنسټیزه شوي نه دي  او تراوسه یې نه بدلېدونکی اساس نه دی لیدلی.د ستراتيژیک پروګرام له پلي کولو سره ستاسې ژمنه مرسته کوي، څو پر هغه لار چې موږ تللي یو، له پرشاتګ سره مخ نشي. دغه اساسي سند به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې د رامنځ ته شويو مثبتو بدلونونو درناوی وکړي.»

په مشورتي پروګرام کې د کمېسیون مسوولینو برخوالو ته اصلاحي لومړیتوبونه وړاندې او وروسته به ورڅخه د نظر غوښتنه کېږي.