کمېسیون په « افغانستان کې د عامه ادارې پراختیا او لیدلوري» تر عنوان لاندې غونډه جوړه کړه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ملکي خدمتونو له ادارې سره د اکادمیکې حوزې همکارۍ په برخه کې د «د افغانستان د عامه ادارې او پراختیا لید لوري» په نوم غونډه د دولتي ادارو د رییسانو او مرستیالانو، د څېړنیزو بنسټونو او مدني ټولنو د استازو په ګډون جوړه کړه.

په دغه غونډه کې د استرالیا په ملي پوهنتون کې د عامه پالیسۍ استاد ډاکټر نعمت الله بېژن د اصلي وینا وال په توګه، په افغانستان کې د عامه ادارې د ونډې او پراختیا لید لوري په اړه وینا وکړه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، احمد نادر نادري، په خپلو مقدماتي څرګندونو کې، په عامه اداره کې د اصلاحاتو په پرېکړو او پروګرامونو کې له اکادمیکو څېړنو په ګټې اخیستو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان عامه ادارې په برخه کې څېړنې لږ وې او په افغانستان کې د ادارې د ودې او جوړولو څرنګوالي او د ادارې د انقطاع په اړه څومره کار شوی وای، نه دی شوی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، په نوییمه لسیزه کې د ادارې انقطاع ته په نغوتې (اشارې) سره وویل چې د افغانستان دولت تراوسه هم یو ماتېدونکی دولت دی چې نشي کولای په سمه توګه د خلکو ټولو غوښتنو ته ځواب ووايي، ځکه په تېرو اتلسو کلونو کې شونې نه وه چې موږ وکړای شو یو اغېزمن او پایداره دولت جوړ کړو.

د ښاغلي نادري په وینا، د افغانستان د عامه خدمتونو دستګاه تاریخي حافظه ښيي چې د دغې دستګاه د چورلیز بحث، اقتصادي پراختیا لپاره  پاملرنه وه.

د دغې غونډې اصلي وینا وال ډاکټر نعمت الله بیژن، د عامه ادارې د اصلاح لوری (مسیر) او په نړۍ کې د عامه ادارې د اصلاح ماډلونه تشریح کړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان دولت د پراختیا مسیر لپاره باید خپلې موخې په واقعبینانه توګه طرحه کړي.

ښاغلي بیژن په  افغانستان کې د دولت جوړونې بهیر ته په نغوتې سره وویل چې د یوې پیاوړې او عامه ادارې لرلو لپاره، موږ باید پياوړی اقتصاد ولرو.

د بېژن په باور، افغانستان اوس له یوې داسې تشې سره مخ دی چې تراوسه نه ده توانېدلی د سنت او تجدد ترمنځ پل جوړ کړي، څو سیاسي او اقتصادي پراختیا یې سمبال شي.