کمېسیون په پر مختللو وسایلو سره د هېواد په اووه زونونو کې د ازموینو مرکزونه جوړ کړل

په پرمختللو وسایلو سمبال، په کندهار، هرات، خوست، ننګرهار، بامیان، بلخ او  کابل کې د ملکي خدمتونونو په انسټیټوټ کې د ازموینې شپږ مرکزونه پرانیستل شول. له دې سره سم، د لومړي ځل لپاره د دریمو او څلورمو بستونو لپاره کمپيوټري ازموینه په دغو مرکزونو کې واخیستل شوه.

د ازموینو د نویو مرکزونو جوړولو موخه، د عامه خدمتونو په ادارو کې د رقابتي ازموینو ستندرد کول، د انساني لاسوهنې مخنیوی او د شفافیت رامنځ ته کول دي.

په ولایتونو کې د ازموینو مرکزونه په کابل کې د ازموینو له مرکز سره د یوه  ارتباطي واحد سیستم له لارې نښلول شوي. په ولایتي مرکزونو کې ازموینه ورکوونکي، د ازموینې له ترسره کولو مخکې، کاروونکي نومونه او پاسورډونه، کابل کې د ازموینو مرکز څخه ترلاسه کوي. کله چې په ولایتي مرکزونو کې ازموینه پیل شوه، د ازموینې پوښتنې هم کابل کې د ازموینو له مرکز څخه د ازموینې د برخوالو په واک کې ورکول کېږي. په ولایتي مرکزونو کې د ازموینو بهیر، په کابل کې د ازموینو په مرکز کې  له یوې کنټرول خونې څارل کېږي. برخوال د ازموینې له پای ته رسېدو وروسته، له ځنډ پرته پایلې ترلاسه کوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر احمد نادر نادري  نن د کمپیوټري ازموینو د مرکزونو پرانیستو لپاره کندهار ولایت ته لاړ،  هلته یې له خلکو یې وغوښتل څو له کمېسیون سره د  اصلاحي کړنو د بریا په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي نادري وویل:«له دې وړاندې د ملکي خدمتونو بستونو د ترلاسه کولولپاره مو باید واسطه لرلی، څوک مو پېژندلی او یا مو پیسې ورکړې وای، عاجزو، بې پیسو او بې واسطې خلکو ته ډېره سخته وه چې په ادارو کې شامل شي. نن د دغو مرکزونوله لارې، پيسو او واسطې ته اړتیا نشته او یوازې استعداد او کوم ظرفیت چې لرۍ، مهم دی. نور د کمېپیوټر او ازموینې ورکوونکي ترمنځ لاسوهنه نشته.»

د کمېسیون رییس ژمنه وکړه چې د سږکال ترپایه به د هېواد په نورو ولایتونو کې له لازمو تجهیزاتو سره د ازموینو ۱۴ نور مرکزونه هم جوړشي.

په کندهار ولایت کې د لومړنۍ کمپيوټري ازموینې برخوال د دغې ازموینې ترسره کولو د څرنګوالي په اړه خوښي څرګندوي.

میر زمان همدرد وايي:«اوس سیستم له موږ ازموینه اخلي او د زور واکو لاس لنډ دی.»

د ازموینې بل برخوال اغا محمد وايي چې د نویو اصلاحاتو له رامنځ ته کېدو سره له ډېرې مودې وروسته شارټ لېست شوی او تمه لري څو د خوښې وړ بست ته یې بریالی شي.

د هرات د ازموینې مرکز ۴۰، د کندهار د ازموینې مرکز ۳۰، د ننګرهارد ازموینو مرکز ۳۵، د خوست د ازموینو مرکز ۳۰، د بلخ د ازموینو مرکز ۴۰، د بامیانو د ازموینو مرکز ۲۰ او کابل کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو مرکز ۶۰ پایې کمپيوټرونه لري.