کورنیو چارو وزارت کي د یوې ښځینه کارکوونکې کړنې او اندېښنې

د وزارت اړتیاوې مې واقعي کړې

یوه ښځه او یوه کارکوونکې مور همهاله دوه نسلونو لپاره کارکوي؛ هم خپل نسل ته او راتلونکي نسل ته چې اولادونه یې برخه دي. ګلشن مصلح د کورنیو چارو وزارت د پلان او پروګرامونو رییسه ګلشن مصلح د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، چې د یوې کارکوونکې مور مسؤولیت ډېر دروند دی او که چېرې د دندې ترسره کولو کې دقت ونشي هم اوسني نسل او هم راتلونکي نسل ته به نه پاملرنه وي.

اغلې مصلح وايي سره له دې چې ښځې په ټولنه کې له ډېرو ناخوالو کړېږي، خو مور توب د ښځینه کارکوونکو پروړاندې لویې ننګونې او ستونزې دي. اغلې مصلح دغه موضوع هغه مهال ښه درک کړې چې پېنځه کاله مخکې یې د کورنیو چارو وزارت یو ریاست ترلاسه کولو لپاره ازموینه ورکړې. سره له دې چې نوموړې په دغه بست کې بریالۍ کېږي خو د مورتوب له امله، یو کال نه ده مقرره شوې او د کار اجازه نه ورکول کېږي.

اغلې مصلح له ننګونو تېرېږي او د ۱۳۹۸ کال تلې میاشت کې د رقابتي ازموینې له لارې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پروګرامونو د رییسې په توګه مقررېږي. نوموړې د پایداره پراختیا په څانګه کې د لیسانس او ماسټرۍ سند په لرلو سره، دغه ریاست د سرپرستۍ له حالت څخه ایستلی او کاري اغېزناکوالی یې لوړ کړی دی. د کورنیو چارو وزارت د پلان او پروګرامونو رییسه وايي کله مې چې د دغې برخې مسؤولیت واخیست پام مې شو چې د دغه وزارت پلان او پروګرامونه د واقعي اړتیاوو له مخې نه دي طرحه شوي. له همدې امله، د کورنیو چارو وزارت ۱۱ بودیجوي واحدونه و ارزول شول چې له تجزیې او تحلیل وروسته، واقعي اړتیاوې تثبیت او بودیجوي واحدونه د ادارې د واقعي اړتیاوو له مخې تنظیم او طرحه شول.

د کورنیو چارو وزارت پراختیايي پروژو باندې اغېزناک کار، د ۱۳۹۹ کال کلني پلان جوړول او د ۱۴۰۰ ــ ۱۴۰۴ پلان جوړول، د عدلي او قضايي سکټور اصلاح او ۲۰۲۱ــ ۲۰۲۵ (ANPDF-2)؛ کلونو لپاره د افغانستان ملي پراختیا سولې چارجوب پېنځه کلن پلان ترتیب کې همغږي، د اغلې مصلح له مهمو کارونو څخه دي چې د بودیجې او پروګرام جوړولو په برخه کې یې وړاندې کړي دي.

ننګونې او ستونزې

هغه څه چې د کورنیو چارو وزارت کې دود دي، د هغې خلاف او تر ډېره پوځي او امري توګه اداره کېږي، د اغلې مصلح مدیریت د ګډ کار او مشورو له مخې دی. هغه باور لري چې په ګډه کار اغېزناک دی؛ ځکه له یوې خوا کارکوونکي کې د مالکیت حس پیاوړی کوي او بل پلو، د کارکوونکي ظرفیت لوړولو په برخه کې مثبت اغېز کوي.

او په پایداره توګه یې په ذهن کې بنسټیزه کېږي. اغلې مصلح وايي:«د مدیریت چاره او کارمې په مشارکتي، مشورتي او حمایوي ډول دی. دغه چاره کارکوونکي سره مرسته کوي څو کارونو کې برخه واخلي او زده کړي. که چېرې کارونه په استبدادي توګه په کارکوونکي تحمیل کړو او هغه د ماشین په څېر کاروکړي، سازماني زده کړې یې پایداره او کلکې نه وي.»

خو په یوه امنیتي او نظامي اداره کې د مدیریت دغه چاره چې ډېری کارکوونکي یې له مردانه اوامروسره عادت لري، اسانه کار نه دی. د مدیریت او رهبرۍ په کار کې د نارینه دروند غږ او د ښځې نرم غږ ترمنځ توپیر شته. اغلې مصلح وايي: «کله چې د یوه نارینه غږ پورته کېږي، فوراً کارونه اجراء کېږي، خو کله چې یوه ښځه د کار د اجراء لپاره غږ کوي، اکثراً نه اورېدل کېږي او بابېځه ګڼل کېږي.»

بله ستونزه چې د کورنیو چارو په وزارت کې ډېری ښځې ورسره مخ دي، دا ده چې په ډېرو ځایونو کې د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکې او منسوبې په توګه نه حسابېږي. اغلې مصلح په دې اړه وايي کله چې د کورنیو چارو وزارت موټر کې ګرځو، ټول فکر کوي چې کېدای شي د یوه منسوب فامیل وي؛ ښځه د کورنیو چارو وزارت منسوب نه بولي او کله هم تحقیر امیزه چلند لري.

سلیقوي چلند او د کاري امنیت نشتوالی، د ښځینه کارکوونکو پروړاندې بله جدي ننګونه ده. د کورنیوچارو وزارت د پلان او پروګرامونو رییسه زیاتوي، د وزارت رهبرۍ په کچه تغییر او تبدیل په خپله اندېښنې رامنځ ته کوي. د اغلې مصلح په وینا، له تغییر او تبدیل او کاري خوندیتوب نشتوالي په اړه نه یوازې هغه بلکې ټول پرسونل اندېښنه لري.

امنیتي ګواښونه بل لوی ګواښ او ستونزه ده چې اغلې مصلح ور سره مخ ده. اغلې مصلح په دې اړه وویل:«کله چې پېښې ډېرېږي او نا امني زیاتېږي، کورنۍ یې اجازه نه ورکوي چې زوی یې ځان سره وزارت ته بوځي، وايي چې موږ د یو کس له لاسه ورکولو زغم نه لرو، دوه خو پر ځای پرېږده.»

د کورنیو چارو وزارت د پلان او پروګرامونو رییسه د نورو ډېرو ستونزو په اړه وايي چې ښځینه کارکوونکې، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې لوی مسؤولیتونه لري، ډېر فشارونه زغمي. وايي،«کله احساس کوم د اوبو مسیر خلاف حرکت کوم؛ که اوبو سره هم مسیره اوسو، حرکت ډېر راحت دی. خو د اوبو بهیر خلاف اوسو څو چنده ځواک ته هم اړتیا ده؛ په تېره چې مور هم وې او د کور مسؤولیت هم در غاړه وي، دغه فشار دوه چنده کېږي.»

د دغو ټولو ستونزو او اندېښنو سره، هغه عالي روحیه لري او د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ډېرو ستونزو سربېره، غواړي د کورنیو چارو وزارت کې کار وکړي؟ له پیاوړي هوډ سره یې چې لري داسې ځواب ورکوي؛ په اوار سرک تګ اسانه دی، خو د تېږو لاره کې تګ ډېر خوشاینده دی. په قاطعیت سره وايي، «غواړم یو ځای وکړم چې د کار پایله مې ملموسه وي او د بدلون لامل شي؛ ګواښونه او اندېښنې ډېرې دي، خو دوام ورکوو.»

د نوموړې په وینا، نورې ادارې ځانګړی مسولیت او دنده لري  چې خپل ځای کې ډېر ارزښت لري، خو کله چې خبره د وطن، امنیت، سرتیري او سرښيندنو وي، خوښ یم د کورنیو چارو وزارت کې اوسم. یوه امنیتي او نظامي اداره له مجادلې او منازعې سره ده، داسې اداره کې کارکول، ویاړ او ارامتیا لري.