ګمارنې څخه د څارنې کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د بست

 رتبه

اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ ګمارنې څخه د څارنې کارپوه ۳ د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورد ۲ ۱۸/۷/۱۳۹۸ ۲۹/۷/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۸/۷/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۲۹/۷/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره ډکېدو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه نوموړي کولی شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولییز مالومات

د بست د خبرتیا شمېره:  
د دندې عنوان:  ګمارنې څخه د څارنې کارپوه
بست: ۳
وزارت/اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
اړونده څانګه: ګمارلو څخه د څارنې لوی آمریت – د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورد
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ۲
رپوټ ورکول: د ګمارلو د څارنې لوی آمر
رپوټ اخيستل: نلري
د بست کوډ: ۶۲-۹۰-۰۵-۰۰۶
د بياکتنې نېټه:  

 

د دندنې موخه : ؛ د ټیټ رتبه کارکوونکو د ګمارنې  له پروسې څخه د ملکي خدمتونو کارکوونکو تقنیني سندونو، د ګمارنې کړنلارو او نورو اړوندو پالیسیو لپاره؛ د ټیټ رتبه کارکوونکو د ګمارنې  له پروسې څخه څارنه؛

د دندې واکونه او مسولیتونه:

 

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، د آمریت عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. د ګمارنې په کمیته کې برخه اخیستل، د ملکي خدمتونو د ګمارنې پروسې څخه د څارنې او پالیسی پلی کولو لپاره ؛
  3. د جمهوري ریاست عالي مقام له خوا د وزارت / او دولتي ادارو منل شویو تشکیلاتو څخه ډاډ تر لاسه کول وروسته د  اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ټیټ رتبه (۳ – ۸ ) بستونو تایید او خبرتیا ریفورم لاندې
  4. په وزارتونو او دولتي ادارو کې د ټيټ رتبه  اعلان شویو بستونو د نوموماندانو او شارلیستونو له اسنادو څخه بیا کتنه،  د راتلونکو مرحلو پلي کولو لپاره ،
  5. د ټيټ رتبه بستونو شارلیست شویو نوماندانو له مرکې څخه څارنه کول؛
  6. د وزارتونو او دولتي ادارو څخه د مرکه شویو بستونو احصائیوي جدول ترلاسه کول، د رقابتي بستونو ګمارنې څخه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره؛
  7. په وزارتونو او دولتي ادارو کې د راتلونکو مرحلو تر سره کولو لپاره د بریالیو نوماندانو د سندونو تعقیبول؛
  8. د اړونده خپلواکو ادارو، د وزارتخونو ګمارنې کمېټو او د ټيت رتبه کارکوونکو ګمارلوڅخه د څارنې لوی آمریت ته د آزادې سیالۍ په بهیر کې د بریالیو او ناکامو نومامندانو د ګمارنې په اړه د راپورنو وړاندې کول،
  9. د ادارې مشرتابه خبرتیا په موخه، د اړوند فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، او کلني راپورونو وړاندې کول؛
  10. د ادارې قوانینو، مقرراتو او موخوسره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خو سپارل کېږي؛

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

 

د دندې دغه لایحه د ۷، او ۳۴، موادو له مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو په اساس جوړه شوې ده؛

  1. لږ تر لږه په ارونده برخوکې د ( بشري سرچینومدیریت، عامه اداره، اداره او تجارت، عامه پالیسي، عمومي مدیریت، حقوق، حکومتولي) د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري او تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
  2. په اړونده برخه کې کاري تجربه لږ تر لږه دوه کاله ؛
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو يا دري) او په انګليسي ژبه (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.؛
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو پوهیدل؛

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم