یوولس لوړ رتبه بستونو لپاره ۳۴ داوطلبانو سیالي وکړه

د څلورو حکومتي ادارو د ۱۱ لوړ رتبه بستونو لپاره ۳۴ داوطلبانو په کمپیوټري (تحریري) ازموینه کې ګډون وکړ.

په ازموینه کې لاندې بستونه شامل وو:

  • د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي ریاست، د کرنیزې احصایې او د معلوماتو د تنظیم ریاست او د کرنې مالدارۍ وزارت اداري ریاست؛
  • په پکتیا ولایت کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري ریاست؛
  • د بلخ ولایت د بدني روزنې ریاست؛
  • د کندهار ولایت د معلوماتو او احصایې ملي ریاست؛
  • او د البیروني، بدخشان، بادغیس، غور او کندز ولایتونود پوهنتونونو مالي او اداري ریاستونو معاونیت.

ازموینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې د فاطمې قادریان او رباټ جوړونکو نجونو د ازموینو په مرکز کې د کمېسیون د کمېشنرانو او د اړوند ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې واخیستل شوې.