۱۳۵ تنو نویو فارغ شویو اداري زده کړې ترلاسه کړې

د هېواد له پوهنتونونو څخه ۱۳۵ تنو نویو فارغ شویو (۵۵ نارینه او ۸۰ ښځینه) شپږ میاشتې په مدیریتي، له قوانینو څخه د پوهاوي، بشري سرچینو او مالي چارو په برخه کې روزنه ترلاسه کړه. کار زده کوونکو دغه راز، د ملکي خدمتونو په ۲۵ بنسټونو کې عملي کارونه زده کړل.

د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د کار زده کړې اتمې دورې د  ۳۰۰۰ تنو غوښتوونکو له جملې، یو زر او ۴۰۰ تنه یې د منتخبانو لومړني نوملړ کې شامل شول چې له کمپيوټرې ازموینې وروسته، یوازې ۱۳۵ تنه دغه پروګرام ته بریالي شول.

د ملکي خدمتونو په انسټیټوټ کې شپږ میاشتنۍ روزنه، د ملکي خدمتونو په بنسټونو کې له یو کلنې تجربې سره برابره بلل کېږي چې له مخې یې روزل شوي کولای شي په څلورمو او پینځمو بستونو کې سیالۍ وکړي.

ټاکل شوې چې د کار زده کړې نهم پړاو، په ۱۳۹۹ مالي کال کې پيل شي. د دغه پروګرام نهم پړاو به نا امنو ولایتونو لپاره کوم چې د ملکي خدمتونو زیات شمېر بستونه پکې تش دي، ځانګړی شي. ډېری څوکۍ ښځو لپاره په پام کې نیول شوې دي.