۵۹ تنو داوطلبانو د ملکي خدمتونو بستونو لپاره په کابل کې د ازموینو په مرکزونو کې سیالۍ وکړې

په کابل کې د ازموینو په دوه مرکزونو کې د ملکي خدمتونو د لوړ رتبه، د منځنۍ کچې مدیریت او ټیټ رتبه بستونو لپاره ۵۹ تنو داوطلبانو په ازموینو کې ګډون وکړ.

د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو ادارې  خصوصي سکتور سره د مشارکت او پروګرامونو د تنظیم ریاست، د پروګرامونو د پراختیا او څېړنې ریاست او کورني تفتیش ریاست، د کندز پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارت د سرحدونو چارو مشاوریت او د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست د ترلاسه کولو لپاره ۲۲ تنو د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو د ازموینو په مرکزونو کې په کمپیوټري او تقریري ازموینو کې ګډون وکړ.

د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو ادارې  خصوصي سکتور سره د مشارکت او پروګرامونو د تنظیم ریاست ته نوماند نذیر احمد وویل:«ځوانانو ته رامنځ ته شوی فرصت ستایم او دا چې په دوه ورځو کې تحریري او تقریري ازموینه واخیستل شوه، خوښ یم.»

په همدې توګه ۳۷ تنو د وسپنې پټلۍ د اسناد او ارتباط امریت، د ګومارنې امریت، د ګومارنې عمومي مدیریت او ظرفیت لوړولو امریت بستونو د ترلاسه کولو لپاره، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو په مرکز کې سیالۍ وکړې.