۷ لوړ ر رتبه بستونو لپاره ۳۵ داوطلبانو سیالي وکړه

د اووه حکومتي ادارو د ۷ لوړ رتبه بستونو لپاره، ۳۵ تنو داوطلبانو په تحریري او تقریري ازموینو کې ګډون وکړ.

ازموینو کې لاندې بستونه شامل وو:

  • د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري ریاست؛
  • پنجشیر ولایت کې د مالیې وزارت مستوفیت؛
  • په کندهار ولایت د پلټنې عالي ادارې د تفتیش ریاست؛
  • پارلماني چارو کې د دولت وزارت د عامه اړیکو ریاست؛
  • په بلخ ولایت کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې ریاست؛
  • په بلخ ولایت کې د کانونو او پټرولیم ریاست؛
  • او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت حقوقي سلاکار.

ازموینې د کمېسیون د کمېشنرانو او اړوندو ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې، د فاطمې قادریان او ربات جوړونکو نجونوډلې د ازموینو په مرکز کې واخیستل شوې.