۹۷ تنو په کابل کې د ازموینو په دوه مرکزونو کې د ملکي خدمتونو د بستونو لپاره سیالي وکړه

د ملکي خدمتونو د شپږو لوړ رتبه او درې ټېټ رتبه بستونو لپاره، ۹۷ تنو د فاطمې قادریان او ربات جوړونکو نجونو د ازموینو او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ د ازموینو په مرکزونو کې سیالي وکړه.

۵۴ تنو د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست،د دایکندي، فراه او پکتیکا په ولایتونو کې د کلیو پراختیا ریاستونو، د معلوماتو او احصاییې ملي ادارې د همغږۍ او ولایتونو په چارو د اړیکو ریاست او د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیالۍ د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې. په همدې توګه، ۴۳ تنو نورو داوطلبانو د خاک جبار، چهار اسیاب او پغمان ولسوالیو د حقوقو مدیریت د مسلکي غړیتوب درې بستونو ترلاسه کولو لپاره، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو په مرکز کې یو پړاویزه کمپيوټري ازموینه ترسره کړه.

عطا الرحمن چې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې زده کړې کړې او د پغمان ولسوالیو د حقوقو مدیریت مسلکي غړیتوب لپاره یې ځان نوماند کړی، په کمپيوټري ازموینه کې یې ۷۸،۷ نمرې اخیستې، وايي: « د ازموینې د ترسره کولو څرنګوالی مې څرنګه چې اورېدلي وو، له هغه زیات ښه ؤ. شفاف کمپيوټري ازموینې، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ځوانانو ظرفیت لوړولو لپاره زمینه برابروي.» الله میر د پغمان ولسوالۍ د حقوقو مدیریت د مسلکي غړیتوب لپاره بل نوماند دی وايي:« یواځې د نوماندانو ظرفیت کولی شي چې بست ته یې بریالی کړي.»