افغانستان د لومړي ځل لپاره د اداري اجرااتو د قانون څښتن کيږي
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون د اداري اجرااتو قانون پيش نويس نهايي کوي.
دغه قانون د ملکي خدمتونو د کارمندانو له حقوقو ملاتړ کوي او په ملکي بنسټونو کې د کار سرعت زياتوي.
په هغې ناسته کې چې د اداري اجرااتو د قانون د پيش نويس د کتنې په موخه د ولسمشر د دويم مرستيال، لوى څارنوال، د ملکي خدمتونو د بنسټونو د بشري منابعو او معينانو په ګډون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون رييس احمد نادر نادري وويل: ((د اداري اجرااتو د قانون مسوده د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې ترتيب شوې، ترڅو پر بنسټ يې هېوادوال وکولى شي په ملکي ادارو کې د نيمګړتياوو، تبعيض او د غير قانوني کړنو په اړه شکايت وکړي.))
ښاغلي نادري زياته کړه: ((د اداري اجرااتو، بنسټونه موظف کوي ترڅو هېوادوالو ته په يو ډول او عادلانه توګه خدمات وړاندې کړي، خو کله که هېوادوال له ادارو زيانمن شي ددې قانون مطابق کولى شي د دعوا اقامه وکړي.))
د ښاغلي نادري په وينا، د اداري اجرااتو قانون به په بنسټونو کې د کار سرعت ګړندى کړي.
همدارنګه د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د اداري اجرااتو د قانون د پيش نويس معرفي پرمهال وويل: ((د اداري اجرااتو د قانون د طرحې برابرول يوه لويه لاسته راوړنه ده او په هغه ورځ چې دا قانون او د محاکمو اداري قانون تصويب شي يوه ستره هيله به تر سره شي.))
ښاغلى دانش د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د تقنين د برخو د پياوړتيا غوښتونکى شو او ويې ويل: ((له بده مرغه د زياتره وزارتونو د لوړې کچې کارمندان تراوسه د همغې ادارې له قوانينو معلومات نه لري.))
د ولسمشر دويم مرستيال همدارنګه د ملکي خدماتو د کارمندانو د اوسني او د تدارکاتو د قانون د بيا کتنې غوښتونکى شو.
د ويلو ده د اداري اجرااتو د قانون مسوده له بشپړېدو وروسته، لسو ورځو کې ملي شورا ته لاړ ولېږل شي.




