د اقتصاد وزارت سازماني جوړښت دې د حکومت له ستراتيژیکو موخو سره متناسب وي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري او د اقتصاد وزیرې کریمه حامد ترمنځ په لیدنه کې، د حکومت له ستراتیژیکو موخو سره د اقتصاد وزارت سازماني جوړښت د متناسب والي په اړه بحث وشو.

د اقتصاد وزارت د اغیزناکوالي لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او اقتصاد وزارت یوه ګډه کاري ډله مؤظف ده څو په ګډه، د دغه وزارت د سازماني جوړښت بیاکتنې او اصلاح په برخه کې کار وکړي.

کاري ډله، د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت او د افغانستان ملي ستراتيژۍ له مخې، د اقتصاد وزارت ځینو سازماني واحدونو د کمولو، ساتنې او یا پرخوالي په اړه بحث کوي.

دغه راز، د اقتصاد له وزیرې سره د کمېسیون د رییس په لیدنه کې پرېکړه وشوه څو د کمېسیون او اقتصاد وزارت یوه ګډه کاري ډله په دغه وزارت کې د تغییر پروګرام لاندې ځینو بستونو د کمولو یا ساتلو په اړه کار وکړي.