د لغمان او د ختیځو ولایتونو مشرانو د کمېسیون له رییس سره خپل لید لوري شریک کړل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري د لغمان ولایت او د ختیځو ولایتونو له یو شمېر مشرانو، مخورو، دیني علماوو، د قومونو استازو او ولایتي شورا له غړو سره وکتل.

دغو استازو د عامه بنسټونو د خدماتو  ښه والي او د سولې په خبرو کې د شویو پرمختګونو په اړه خپل لیدلوري د کمېسیون له رییس سره شریک کړل.