د ملکي خدمتونو ۱۲۷ بستونو لپاره د ګومارنې ازموینې ترسره شوې

په ننګرهار ولایت کې د شهید محمد موسی شفیق، بلخ کې د رابعه بلخي، خوست کې د ملکې ثریا او د هرات، کندهار او بامیان ولایتونو ازموینو مرکزونو کې د ملکي خدمتونو ۱۲۷ بستونو لپاره کمپیوټري ازموینې واخیستل شوې.

د ګومارنې په دغو سیالیو کې په شرایطو برابر یو زر او ۵۸۹ تنو ګډون وکړ.

په یادو ازموینو کې د پوهنې، مالیې، کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، عامې روغتیا، سرحدونو او قبایلو چارو، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، ترانسپورټ، لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ، کورنیو چارو، ښار جوړولو او ځمکو وزارتونو، چاپېریال ساتنې ملي ادارې، سیمه ییزو ارګانونو ادارې، د اوبو چارو تنظیم ادارې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې او احصایې او معلوماتو ملي ادارې د منځنۍ او ورودي کچې بستونه شامل وو.