د ملکي خدمتونو ۲۴۳ بستونو لپاره زرګونه کسانو سیالۍ وکړې

په شرایطو برابر څلور زر او ۵۸۶ تنو د ملکي خدمتونو ۲۳ ادارو منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۲۴۳ بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

د ګومارنې ازموینې په کابل کې فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو ازموینو مرکز، کابل کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ازموینو مرکز، بلخ کې رابعه بلخي ازموینو مرکز، ننګرهار شهید محمد موسی شفیق ازموینو مرکز، خوست کې ملکې ثریا ازموینو مرکز، جوزجان کې نادره بیګم ازموینو مرکز، هلمند کې عبدالرووف بینوا ازموینو مرکز، لوګر کې وزیر عبدالملک خان عبدالرحیمزي ازموینو مرکز او د کندهار، هرات، تخار او بامیان ولایتونو ترسره شوې.

د ګومارنو په ازموینو کې، د سرحدونو او قبایلو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، اطلاعات او فرهنګ، لوړو زده کړو، مالیې، کلیو پراختیا او بیا رغاونې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کډوالو او راستنېدونکو چارو، کار او ټولنیزو چارو، ښار جوړولو او ځمکو او عدلیې وزارتونو، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، چاپېریال ساتنې ملي ادارې، اوبو چارو تنظیم ملي ادارې، تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ادارې، اوسپنې پټلۍ ادارې، ولسي جرګې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د دویمو واحدونو بستونه شامل وو.