د هېواد له پېنځلسو ولایتونو ۲۱۰ کار زده کوونکو اداري زده کړې ترلاسه کړې

۲۱۰ تنو کار زده کوونکو له شپږ میاشتنۍ روزنیزې دورې وروسته، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ لخوا د فراغت سندونه ترلاسه کړل. دغه سندونه په ملکي خدمتونو کې د یوکال تجربې معادل بلل کېږي او کار زده کوونکو سره مرسته کوي څو د ملکي خدمتونو په لوړو بستونو کې له یو کال کاري تجربې سره رقابت وکړي.

د دغه روزنیز پروګرام موخه، په مدیریتي، راپور لیکلو، اداري فساد پروړاندې د مبارزې، د معلوماتي ټکنالوژۍ له قوانینو سره بلدتیا، د کاري تجربې لوړول، ناامنو او لږ پراختیالرونکو ولایتونو لپاره د شغلي فرصت وېش په برخو د کار زده کوونکو عملي او نظري مهارتونو او پوهې ترلاسه کول او د ملکي خدمتونو بستونو ترلاسه کولو په برخه کې د ښځو مشارکت زیاتوالي بلل شوی دی.

د کار زده کولو اداري پروګرام هر کال د ملکي خدمتونو انسټیټوټ لخوا د هېواد له پوهنتونونو څخه د نویو فارغ شویو لپاره جوړېږي. د دغه روزنیز پروګرام نهم پړاو، د هېواد په پېنځلسو ولایتونو کې ترسره شو چې نږدې ۹۰۰ تنه پکې د لومړنیو شرایطو برابر وبلل شول، خو له ورودي ازموینې وروسته، یوازې ۲۱۰ تنه (۱۳۹ ښځینه او ۷۱ نارینه) وو وکړای شول دغه روزنیز پروګرام ته بریالي شي.