د کمپيوټري ازموینو نهم مرکز په جوزجان ولایت پرانیستل شو

د «نادره بیګم» په نوم په پرمختللو وسایلو سمبال د کمپیوټري ازموینو نهم مرکز په جوزجان ولایت کې پرانیستل شو. له دې سره سم، په دغه مرکز کې د دغه ولایت مستوفیت څلورو بستونو لپاره لومړنۍ کمپيوټري ازموینه ترسره شوه چې پکې ۱۶۹ تنو چې (۱۵۲ نارینه او ۱۷ښځینه) ګډون کړی وو.

د کمپيوټري مرکزونو جوړولو موخه، د رقابتي ازموینې ستندرد کول او په عامه ادارو کې د شفافیت رامنځته کول دي.

د تعییناتو بورډ کمېشنرې عالیې یلماز د نادره بیګم ازموینو مرکز پرانیستو مراسمو کې د کمپيوټري مرکز جوړېدل د تکړه او پیاوړو کدرونو د ګومارنې په برخه کې مهم وبلل او ویې ویل چې د دغه مرکز له پرانیستو سره به د ملکي خدمتونو په ګومارنو کې انساني لاسوهنه له منځه لاړه شي.