د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د رییس او عدلیې وزیر ترمنځ په لیدنه کې، په دغه وزارت کې د اصلاحي پروګرامونو په اړه بحث وشو.
د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له رییس سره د مرکز، ولایتونو او ولسوالیو په کچه د دولت قضایاوو برخې د اغیزناکوالي د اړتیا په اړه خبرې وکړې او د دغو اصلاحي اقداماتو په برخه کې یې د کمېسیون ملاتړ غوښتنه وکړه.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، احمد نادر نادري څرګنده کړه چې کمېسیون د عدلیې په وزارت کې له اصلاحي طرحو هر اړخیز ملاتړ کوي.



