په ملکي خدمتونو کې ۱۳۹۷د ښځو د مشارکت غوره کال ؤ

کابل: د ۱۳۹۷ کال کب ۱۷ــ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې یوازې په (۱۳۹۷) کال کې د هېواد د ملکي خدمتونو په اډانه کې د ښځو ونډه پنځه سلنه زیاته شوې.  

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، احمد نادر نادري، د ښځو د فردي وړتیا او ظرفیتونو لوړول، له ښځو څخه د دولت د مشرتابه ملاتړ، د ګومارنې د پروسو ښه کول او د سراسري ډله ییزو ازموینو اخیستل، د ملکي خدمتونو په اډانه کې د ښځو د زیاتوالي مهم لاملونه بولي.

 ۱۳۹۶ کال کې، په ملکي خدمتونو یواځې ۲۲ سلنه ښځینه کار کوونکې وې، چې دمګړۍ دغه شمېره ۲۷.۳ سلنې ته لوړه شوې. د کمېسیون رییس هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به د ملکي خدمتونو په برخه کې د ښځو ونډه پنځوس سلنې ته ورسېږي. ښاغلي نادري وویل: « همدا پای ته رسېدونکی کال، د افغانستان په ملکي خدمتونو کې ښځو لپاره له ډیرو ښو کلونو څخه دی. تېرو کلونو کې ښځو د ښوونکو او روغتیا په مقدسو دندو کې ډیره ونډه لرله، خوله نیکمرغه چې نن د مدیریت او دملکي خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ګډون لپاره زمینه برابره شوې.»

ښاغلي نادري خبرداری ورکړ چې د ملکي خدمتونو په دستګاه کې د ښځو د ونډې زیاتوالي په برخه کې رامنځ ته شوي بدلونونه، په بشپړ ډول بنسټیز نه دي او تراوسه په جدي توګه د پرشاتګ وېره شته.

نوموړي وویل: « د پرشاتګ دغه وېره کولی شو چې په مختلفو عناصرو کې وګورو، که هغه سیاسي بحث وي، که د جګړې د پای ته رسېدو د هیله رامنځ ته کولو بحث او که د ښځو پروړاندې په کلتوري او ټولنیزو برخو کې د شته محدودیتونو او خنډونو بحث وي.»

ښاغلي نادري په ملکي خدمتونو کې د ښځو د مشارکت پالیسۍ زیاتوالي ته په نغوتې سره وویل چې د ګومارنې او نورو برخو کې د ملکي خدمتونو د پروسیجرونو، کړنلارو او پالیسيو ساده کول، د دې لامل شوي څو ښځو ته غوره او سم چاپېریال برابر او دوی وکړای شي ترڅو دملکي خدمتونو دبستونو دګټلو په سیالیو کې ګډون وکړي او بریالۍ شي.

په ملکي خدمتونو کې د ښځو د مشارکت پالیسي چې تازه د کابینې لخوا تصویب شوې او له دې وروسته باید  په ټولو ادارو کې عملي شي. دغه پالیسي ښځولپاره د اسانتیاوو، خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو او په ملکي خدمتونو کې د دوی د ونډې د زیاتوالي په موخه طرحه شوې.

د کمېسیون رییس له رسنیو غواړي، څو هغه ادارې چې د ښځو د مشارکت پالیسۍ د عملي کولو په برخه کې په سمه توګه همکاري نه کوي، حساب ورکوونکې کړي.

د مارچ اتمه؛ د ښځو د پيوستون نړیواله ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د اوتارسنګ په تالارکې ولمانځل شوه.