ولي محمد ناصح د کمېسیون د کمېشنرپه توګه وګومارل شو

د ولسمشر فرمان له مخې، ولي محمد ناصح د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې د کمېشنر په توګه کار پیل کړ. ښاغلی ناصح د کمېسیون د رییس  احمد نادر نادري لخوا د شکایتونو څېړلو بورډ  د کمېشنر په توګه وګومارل شو.

 ناصح، د فکري مالکیتونو په برخه کې د المان فرانکفورټ  ګوټه پوهنتون کې دوکتورا اخیستې. نوموړي د واشنګټن په پوهنتون کې د پانګونې (اقتصادي حقوقو) په څانګه کې د ماستري سند ترلاسه کړی دی.

له دې وړاندې ناصح، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې د استاد، د پراختیا حق په نړیوال سازمان کې استاد، د جمهوري ریاست د حقوقي او عدلي چارو مشورتي بورډ غړي، د وحشي ژویو ساتنې مؤسسې د حقوقي سلاکار، د بریزبین سیټي انټر پرایزیز مؤسسې حقوقي سلاکار، د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د سوداګرۍ الحاق او اسانتیا پروګرام حقوقي سلاکار، د نړیوال مرستندویه پلاوي حقوقي سلاکار او ایټالیا سفارت کې د حقوقي سلاکار په توګه کار کړی دی.

ناصح دغه راز، د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي مرستیال، پاملرنه مؤسسه کې د اطلاعاتو مدیر مسؤول او د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره کې د تعلیمي نصاب پراختیا د متخصص په توګه هم کار کړی دی.

ولي محمد ناصح د کابل پوهنتون د علمي مجلې نشراتي بورډ، د حقوقي مساعدتونو خپلواک بورډ  او د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړیتوب لرلی دی. ناصح اوس د کابل پوهنتون علمي شورا او د کابل پوهنتون د پالیسي څېړنو ملي مرکز غړیتوب لري.

ولي محمد ناصح په فارسي او انګلیسي ژبو کې د کتاب او مقالو په شمول ۲۷ علمي اثار لري.