په ملکي خدمتونو کې د کار نندارتون (ښځو ته ځانګړی)

 

په ملکي خدمتونو کې د ښځو ملاتړ ریاست لېسانس لرونکو ښځو ته چې د ملکي خدمتونو په ادارو کې کارکولو ته لېواله وي، بلنه ورکوي څو د کار په نندارتون کې دګډون لپاره، نوملیکنه وکړي.

د کار موندنې نندارتون کې د ګډون لپاره نوملیکنه، ښځو ته د دې فرصت برابروي څو د ورودي کچې (پېنځم او شپږم بستونو) نویو کاري فرصتونو، ډله ییزو ازموینو څرنګوالي او دغو بستونو ته د ازموینو د مطالعاتي سرچینو په اړه ډېرې پوه شي او د خوښې وړ بستونو لپاره په لازمه موقع کې غوښتنه وړاندې کړي.

د ښځو کاري نندارتون کې د نوملیکنې لپاره، له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ:

  1. ۰۷۹۵۴۱۴۲۶۷
  2. ۰۷۸۷۹۰۹۹۵۰

د برېښنا لیک له لارې هم کولای شی خپل مشخصات راولېږئ:

wcdc.gd@gmail.com

او یا هم د ښځو د کار موندنې او مسلکي پراختیا مرکز ته مراجعه وکړئ.

پته: د سیلو افشارو سړک: د ملکي خدمتونو انسټیټوټ

د نندارتون جوړولو نېټه وروسته اعلامېږي.