فروزان امیري چې په دې وروستیو کې د ولسمشر د حکم له مخې، په فوق رتبه بست کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز د رییسې په توګه ګومارل شوې، په رسمي توګه یې کار پيل کړ. د ازموینو د منځپانګې […]
آرشیو کتگوری news
د لوړ رتبه بستونو شارت لیست څرنګه ترسره کېږي؟
لومړی، د ملکي خدمتونو لوړ رتبه بستونه د ۱۰ کاري ورځو لپاره اعلان ته وړاندې کېږي. د دغو بستونو غوښتونکي د خپل ځانګړي حساب له لارې، په ټاکلې موده کې د خپل نظر وړ بستونو لپاره نوملیکنه کوي. لوړ رتبه بستونو ته د غوښتنې لپاره، هر غوښتونکی باید د کمېسیون […]
په شرایطو برابر نږدې درې زرو تنو ۱۵۵ بستونو لپاره سیالۍ وکړې
په شرایطو برابر دوه زر او ۹۲۸ تنو د ملکي خدمتونو منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۱۵۵ بستونو ترلاسه کولو لپاره په بلخ کې رابعه بلخي، ننګرهار کې شهید محمد موسی شفیق، خوست کې ملکې ثریا، جوزجان کې نادره بیګم، هلمند کې عبدالرووف بینوا، لوګر کې وزیر عبدالملک خان […]
د ولسمشر لخوا د پوهنې وزارت ۱۱ زره بستونو د ګومارنې پروسه پیل شوه
د پوهنې وزارت ۱۱ زره بستونو د ګومارنې پروسه نن د ولسمشر لخوا پیل شوه چې په لومړي پړاو کې، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې تش بستونه رقابت ته وړاندې شول. د خوست، نورستان، میدان وردګ، کابل، بادغیس، لوګر، هرات، پنجشیر، سمنګان، بلخ، فاریاب، جوزجان، پروان، کونړ، زابل، بامیان، […]
کابل کې د ازموینو په مرکزونو کې د ملکي خدمتونو ۱۵۸ بستونو رقابتي ازموینه ترسره شوه
د ملکي خدمتونو لوړ رتبه، ورودي کچې او منځني کچې مدیریت ۱۵۸ بستونو لپاره په شرایطو برابر یو زر او ۸۷۳ تنو د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو او د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ازموینو په مرکزونو کې سیالۍ وکړې. لوړ رتبه بستونو لپاره ۷۳۰ تنو او د منځنۍ کچې […]
سمنګان ولایت کې د کمېسیون دفتر نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
په سمنګانو ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون دفتر نوې ودانۍ د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په سمنګانو ولایت کې د کمېسیون مسؤولین وايي چې د دغه ولایت په ایبک ښار کې د ۲۰۰۰ متر مربع مساحت کې د […]
په هرات ولایت کې د کمېسیون مسؤولینو د الکټرونیک سیستم کړنو په اړه پوښتنې ځواب کړې
په هرات ولایت کې۲۸۰ تنو ځوانانو، مدني فعالانو، د پوهنتون محصلینو، خبریالانو، د دولتي بنسټونو کارکوونکو او د ملکي خدمتونو بستونو داوطلبانو، د الکټرونیکي ګومارنې سیسټم د کړنو څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړل. د الکترونیکي ګومارنې سیسټم د کړنو په اړه پوهاوي غونډه کې، د اداري اصلاحاتو او ملکي […]
۲۰ تنو معلولیت لرونکو پولیسو اداري زده کړې ترلاسه کړې
د کمېسیون د ملکي خدمتونو انسټیټوټ، د کورنیو چارو وزارت ۲۰ تنو معلولیت لرونکو پولیسو ته، د اداري وړتیاوو، مهارتونو او پوهې لوړولو په موخه، یو اوونیز روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. د دغه پروګرام د جوړولو موخه، د ظرفیت پالنې زمینې رامنځ ته کولو ته په برخه کې د کورنیو […]
د کمېسیون کارکوونکو د کرونا واکسین لومړني ډوز ترلاسه کړ
د کرونا واکسین لومړنی ډوز، د پېنځو ورځو په ترڅ کې، د عامې روغتیا وزارت کتلوي معافیت واکسیناسیون ډلې لخوا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سلګونه کارکوونکو باندې تطبیق شو. هندي کوویشیلد واکسین چې د استرازنکا درمل جوړولو شرکت لخوا تولید شوی، نړیوال روغتیايي سازمان هم تایید […]
سیمه ییزو ادارو ته دانساني سرچینو اطلاعاتو مدیریت سیستم سپارلو رسمي پروسه پیل شوه
سیمه ییزو ادارو ته د بشري سرچینو مدیریت د اطلاعاتو سیسټم د سپارلو پروسه رسماً پیل شوه. د دغې پروسې له مخې، له دې وروسته، سیمه ییزې ادارې د انساني سرچینو د اطلاعاتو مدیریت سیستم ته لاس رسی پيدا کوي. د انساني سرچینو مدیریت د اطلاعاتو سیستم کې، د تشکیل، […]












