د ملکي خدمتونو ۲۴۳ بستونو لپاره زرګونه کسانو سیالۍ وکړې

په شرایطو برابر څلور زر او ۵۸۶ تنو د ملکي خدمتونو ۲۳ ادارو منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۲۴۳ بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې. د ګومارنې ازموینې په کابل کې فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو ازموینو مرکز، کابل کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ازموینو مرکز، بلخ کې […]

شکایتونو څېړلو بورډ له ۱۱ دولتي ادارو سره د همغږۍ غونډې وکړې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د شکایتونو څېړلو بهیر چټکتیا، د شکایتونو څېړلو بورډ مصوبو تطبیق او له شکایت شویو ادارو څخه د اسنادو غوښتلو لپاره، له ۱۱ وزارتونو او دولتي ادارو سره د همغږۍ غونډې وکړې. دغه غونډې د حج ارشاد او اوقافو، لوړو زده کړو، […]

پکتیا ولایت کې پکتیس ازموینو مرکز پرانیستل شو

په پکتیا ولایت کې پکتیس ازموینو مرکز، د سیمه ییزو مقاماتو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مسؤولینو لخوا پرانیستل شو. د یاد مرکز له پرانیستو سره، د پکتیا ولایت ملکي خدمتونو منځني مدیریت او ورودي کچې یو شمېر بستونو لپاره په شرایطو برابر ۱۴ تنو په […]

تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، کابل کې د ګومارنو مرکزونو کې له درې زرو زیاتو کسانو سیالۍ وکړې

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، د لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۲۰۲ بستونو ترلاسه کولو لپاره په شرایطو برابر ۳۰۱۸ تنو د فاطمې قادریان او رباټ جوړونکو نجونو ازموینو مرکز او د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ازموینو مرکز کې سیالۍ وکړې. په یادو سیالیو کې، په […]

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ۸۰۱ شکایتونه و څېړل شول

د شکایتونو څېړلو بورډ، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې  ۸۰۱ شکایتونه څېړلي دي. له دې جملې ۶۸۴ شکایتونه رد، ۷۰ شکایتونه تایید او ۳۵ شکایتونه ساتل شوي دي. دغه راز، درې شکایتونه د بست بیا اعلان، درې شکایتونه د بیا ارزونې او په شپږو شکایتونو کې نور موارد […]

هرات ولایت کې د کمېسیون ولایتي دفتر جوړېدو چارې راتلونکو اتلس میاشتو کې بشپړېږي

د ملي پراختیا شرکت، په هرات ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر د جوړېدو چارې راتلونکو اتلسو میاشتو کې بشپړوي. د دغې پروژې ټولیز لګښت چې قرار داد یې د کمېسیون صلاحیت لرونکو استازو او ملي پراختیا شرکت ترمنځ لاسلیک شو، ۱۳۵ میلیون او […]

د ملکي خدمتونو زرګونه کارکوونکو د اجرااتو ارزونې  نوې کړنچارې په اړه روزنه ترلاسه کړه

د ۵۰ وزارتونو او دولتي ادارو اته زر او ۱۰۱ تنو کارکوونکو په کابل او ولایتونو کې د اجرااتو ارزونې نوې کړنچارې په اړه روزنه ترلاسه کړه. دغه روزنیز پروګرامونه د ملکي خدمتونو نورو کارکوونکو ته د لازم پوهاوي په موخه هم جوړېږي. د ملکي کار کوونکو د کړنو د […]

د شکایتونو څېړلو پروسه، انلاین کېږي

د کمېشنرانو بورډ پرېکړه وکړه څو د شکایتونو څېړلو کړنلارې له تعدیل وروسته، د شکایتونو څېړلو پروسه په انلاین ډول ترسره شي. د شکایتونو څېړلو انلاین سیستم، د کمېسیون د داخلي متخصصینو لخوا، د خوندي او پرمختللي سافټ وېر په کارونې سره طرحه شوی دی. د دغه سیستم په پلي […]

کمېسیون د هغو ادارو ستاینه وکړه چې د ښځو حضور زیاتوالي لپاره هڅه یې کړې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د هغو ادارو چې د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسي تطبیق په برخه کې یې ډېره هڅه کړې، د تندیسونو په ورکړې سره وستایلې. د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسي تطبیق څارنې په راپور کې چې  د ملکي خدمتونو کې ملاتړ د رییسې، خجسته […]

د یوې جرمي شبکې پېنځه تنه غړي چې د کمېسیون یو قرار دادي کارکوونکی هم پکې شامل ؤ، د فریب کارۍ په تور ونیول شول

دغه پېنځه تنه ـ د یوه با خبره هېوادوال له اطلاع ورکولو وروسته، د کمېسیون او د لويه څارنوالۍ محترمې ادارې د ګډ کار په پایله کې، د یوې اوونۍ په ترڅ کې تعقیب شول او په پایله کې، پرون د دغې ډلې وروستی غړی (د کمېسیون یو قراردادي کارکوونکی) […]