۷ لوړ ر رتبه بستونو لپاره ۳۵ داوطلبانو سیالي وکړه

د اووه حکومتي ادارو د ۷ لوړ رتبه بستونو لپاره، ۳۵ تنو داوطلبانو په تحریري او تقریري ازموینو کې ګډون وکړ. ازموینو کې لاندې بستونه شامل وو: د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري ریاست؛ پنجشیر ولایت کې د مالیې وزارت مستوفیت؛ په کندهار ولایت د پلټنې […]

د شکایتونو د څېړلو بورډ اوونیز راپور: ۱۰۱شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو د څېړلو بورډ؛ تېره اوونۍ د مرکز او ولایتونو د ملکي خدمتونو کارکوونکو ۱۰۱ شکایتونه څېړلي. دغو شکایتونو کې ۸۵ رد، ۱۱ تایید او ۵ یې ساتل شوي. د همدې اوونۍ په ترڅ کې د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې له وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه ۸۳ […]

د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ازموینو مرکز: د ۱۵ لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره د لسګونو کسانو سیالي

د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د نهه حکومتي ادارو د ۱۵ لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره،  ۹۳ تنو په تحریري ( کمپیوټري) او تقریري ازموینو کې ګډون وکړ. په ازموینو کې لاندې بستونو شامل وو: د مالیې وزارت د غور، نیمروز او بادغیس ولایتونو مستوفیتونه؛ د نورستان […]

د کمېسیون کلنی راپور: په یوکال کې له ۳۰ زرو زیات کسان ګومارل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون نن خپل کلنی راپور خپورکړ. دغه راپور کې په ۱۳۹۷مالي کال کې د عامه دستګاه په برخه کې د کمېسیون فعالیتونه ډاګیزه شوي. کمېسیون د دغه کال په ترڅ کې په ټولیز ډول ۳۰ زره او ۴۹۹ تنه ګومارلي. له هغو څخه […]

د روان کال په ترڅ کې، د ملکي خدمتونو د ستګاه کې د ښځو مشارکت باید ۳۰ سلنې ته ورسېږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون نن ( یکشنبې د وري ۱۱) د ملکي خدمتونو دستګاه کې د ښځو مشارکت د زیاتوالي پالیسۍ د پلي کولو د څرنګوالي په اړه د وزارتونو او ادارو د بشري سرچینو له رییسانو او د ښځو د ملاتړ واحدونو له مسوولینو سره […]

کمېسسیون نوروز او نوی کال ونمانځه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسون  رییس احمد نادر نادري د کمېسیون کارکوونکو د تېر کال کړنې وستایلې. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د ۱۳۹۸ کاري کال لومړۍ ورځ، د نوروز او نوي کال په نمانځلو پیل کړه. د نوي کال نمانځ غونډه د کمېسیون […]

د کمېسیون د تدارکاتي پروژو د اجرايي کېدو له بهیر څخه د داوطلبانو رضایت

د تدارکاتو امریت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په لومړي پوړ کې دی. دغه برخه کې، د تدارکاتو د امریت په خواکې، د مراجعینو مرکز  همدارنګه د مراجعینو د ستونزو د حل او اطلاعاتو د وړاندې کولو په برخه کې د کمېسیون د بېلابېلو برخو استازي شتون […]

له ادارو سره د همغږۍ غونډې، شکایتونو ته د رسېدو بهیر ګړندی کوی

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د شکایتونو د څېړلو د بهیر د ګړندي کولو او د شکایتونو د مصوبو د پلي کولو په موخه، تراوسه د دولتي بنسټونو له استازو سره، ۱۰ کاري غونډې کړې. پخوا، خلکو په ځینو وزارتونو او ادارو کې د کمېسیون د شکایتونو […]

د حکومت د پنځو ادارو د ۱۲ لوړ رتبه بستونو تحریري او تقریري ازموینې ترسره شوې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو په مرکز کې د پنځو حکومتي ادارو د ۱۲ لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره ۸۳ تنو یوبل سره سیالۍ وکړې. په دغو بستونو کې د بغلان، کونړ، کاپيسا، غزني، غور ولایتونو د ښوونکو د روزنې ریاستونه، د کابل […]

د څلورو حکومتي ادارو د ‍۱۴ لوړ رتبه بستونو تحریري او تقریري ازموینه واخیستل شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو په مرکز کې د حکومت د څلورو ادارو د ۱۴ لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره، ۵۶ تنو یو بل سره سیالۍ وکړې. په دغو بستونو کې په هلمند، جوزجان او کندز ولایتونو کې د مالیې وزارت مستوفیتونه، د […]