ولسمشر: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون دتېریوکال په ترڅ کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي

جلالتماب ولسمشرمحمد اشرف غني نن، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته راغی او د تجارتي اتشو اود دولت د تدارکاتودبستونولپاره یې بریالي کسان معرفي کړل. ولسمشر دلومړي ځل لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دکمېسیون په یوې کاري غونډه کې ګډون وکړ او د هغې مشري […]

د اداري اصلاحاتو له پروسې څخه د مالېې وزارت ملاتړ

هغه هوکړه چې د مالیې وزارت دمشرتابه او داداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو دخپلواک کمېسیون شوې، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د ماليې په وزارت کې داصلاحاتو بشپړ بهیرپيل شي. دغه اصلاحات، سازماني ارزونه، سیالۍ ته دخالي او سرپرست لرونکو بستونووړاندې کول، دکاري پروسوساده کول او ګمرکونوکې اصلاحات رانغاړي. د اداري […]

۷۶ کسانو د ښاروال کېدو لپاره ازموینه ورکړه

۶۸ نارینه او ۸ ښځو دهېواد د ۱۱ ولایتونود ښاروالیود څوکیود ګټلوپه موخه په ازموینه کې برخه واخیسته. نیلي، مزارشریف، فیض آباد، محمود راقي، ایبک،سرپل، کلات، میدان ښار، بازارک، کندز اوترینکوټ؛ هغه ښارونه دي چې دمګړۍ د ښاروالانو د ټاکل کېدو پروسه یې دوام لري. له دې وړاندې د جلال […]

د کورنیو چارو وزارت حمایتي برخې ملکي کېږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کورنیو چارو له وزارت سره تفاهم لیک لاسلیک کړچې له مخې یې، د اداري اصلاحاتوکمېسیون د تخنیکي همکاریو له لارې د کورنیو چارو وزارت د تخنیکي پروګرامونو ملاتړکوي. دغه همکارۍ به د دې لامل شي، څو د کورنیوچارو په وزارت کې […]

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د دولتي بنسټونوکړنې ارزوي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د وزارتونو او خپلواکو بنسټونو کړنې، د نویو شاخصونو له مخې ارزوي او د ادارو د درجه بندۍ رپوټ، دکاري اسانتیاوو د برابرولو او اغیزمنتوب له پلوه خپروي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون مشر احمد نادر نادري، دوزارتونو […]

د اوبو او برېښنا وزارت په تشکیلاتي جوړښت بیاکتنه کېږي

هغه لیدنه چې نن د احمد نادر نادري او علي احمدعثماني ترمنځ دکمېسیون په دفترکې وشوه، دواړو خواوو د اوبو او برېښنا وزارت د تشکیلاتي جوړښت او تعدیل په اړه بحث اوخبرې وکړې. د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر، احمد نادر نادري وویل چې داوبو اوانرژۍ وزارت تشکیلاتي […]

د اتو ولایتونو ۱۰ ولسوالیو د بستونو لپاره د ۱۳۶ تنو ازموینه

دغو لسوولسوالیوکې د بادغیس آب کمري، دبلخ خلم او چارکنت، د جوزجان ولایت خانقاه، د کندهار ولایت ډنډ، د خوست ولایت قلندر او موسی خیل، د بامیان کهمرد، دکونړ وټه پور او د بدخشان ولایت کوفاب ولسوالۍ دي چې څه موده وړاندې ازادې سیالۍ ته وړاندې شوې وې. دغو لسو […]

نادري په هرات کې: دسیالیو له لارې ګومارنې دحکومت پروړاندې دخلکو په لېدلوروکې بدلون راولي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشراحمد نادر نادري وویل چې د ډله ییزې ګومارنې له لارې د ځوانانو سیالۍ د دولت ټولنیز او سیاسي وضعیت پیاوړی کوي، د ادارې او خلکو ترمنځ باور رامنځ ته کوي او افغانستان کې دمتفاوته بحث درامنځ ته کېدو لامل کېږي. په […]

د ګومارنې د ازموینې پوښتنې دې د هرې ځانګې د متخصصینو لخوا جوړې شي

دګومارنې د ازموینې دتخصصي او معیاري کولوپه موخه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون پریکړه کړې، څو د ګومارنې پوښتنې دهرې څانګې د متخصصینولخوا جوړې شي. په خوا د ګومارنې د ازموینې یوشمېرپوښتنې له مخکې جوړو شویو پوښتنو څخه ټاکل کېدې چې پکې مهارتونه، مسلکي او مدیریتي وړتیاوې […]

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۶۰ تش بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کېږي

اطلاعات او فرهنګ وزارت خپل ۶۰ خالي بستونه د بریښنایي استخدام (E-Recruitment) د سیستم له لاري چي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون لخوا رامنځته سوی د ازادي سیالۍ په موخه اعلان ته سپارلي. د یادو بستونو له جملې څخه یې ۴۹ په کابل او پاته ۱۱ […]