شپږو لوړ رتبه بستونو لپاره ۴۱ تنو داوطلبانو سیالي وکړه

د څلورو حکومتي ادارو د شپږو لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره ۴۱ تنو داوطلبانو په تحریري ( کمپیوټري) او تقریري ازموینو کې ګډون وکړ. ازموینو کې لاندې بستونه شامل وو: د کرنې اوبو لګولو وزارت د مالدارۍ د څېړنو او د پلان او پروګرامونو ریاستونه؛ د پکتیکا ولایت […]

د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست کې د انساني سرچینو د معلوماتو ثبت چارې پیل شوې

د کوچیانو چارو د سمون په لوی ریاست کې د بشري سر چینو د معلوماتو مدیریت په سیستم (HRMIS) کې د دغه ریاست د کارکوونکو د معلوماتو د ثبت او بایو متریک بهیر پيل شو. د دغه ریاست د تشکیل کچه، ۳۸۰ تنو ته رسېږي. له دې جملې ۱۴۰ بستونه […]

یوولس لوړ رتبه بستونو لپاره ۳۴ داوطلبانو سیالي وکړه

د څلورو حکومتي ادارو د ۱۱ لوړ رتبه بستونو لپاره ۳۴ داوطلبانو په کمپیوټري (تحریري) ازموینه کې ګډون وکړ. په ازموینه کې لاندې بستونه شامل وو: د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي ریاست، د کرنیزې احصایې او د معلوماتو د تنظیم ریاست او د کرنې مالدارۍ وزارت اداري ریاست؛ په […]

د اسکاندیناوی او نوردیک هېوادونو سفیرانو له کمېسیون لیدنه وکړه

د ډنمارک سفیر نیکولاس پېترسون، د ناروې سفارت شار ژدافېر پير ایلساس، د فنلاند سفیر هانو رېپاتې او د هالند شاهي هېواد شارژدافېر هانس اکربوم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه. د نوردیک او اسکاندیناوی سفیرانو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو […]

د شکایتونو د څېړلو بورډ: ۸۲ شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو د څېړلو بورډ تېره اوونۍ ۸۲ شکایتونه څېړلي. ۷۳ شکایتونه رد، اووه تایید او یو یې ساتل شوی. په همدې توګه، د بورډ د مصوبې له مخې، د یوه شکایت له امله، یو بست بیا اعلان ته وړاندې شوی. دغه راز، د مرکز او ولایتونو په ګډون، د […]

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۹ لوړ رتبه بستونو تحریري ازموینې پروسه پای ته ورسېده

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو په مرکز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مرکزي او ولایتي ۱۹ لوړ رتبه بستونو تحریري(کمپيوټري) ازموینه ترسره شوه. په ولایتي بستونو کې د هرات، زابل، هلمند، بلخ، میدان وردګ، پنجشیر، سرپل، لوګر،نیمروز، فاریاب، بادغیس، غزني او خوست د ټاکنو […]

د اداري کار زده کړې په پروګرام کې د ګډون په موخه یو زر او څلور سوه تنو سیالي وکړه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د ملکي خدمتونو انستیتوت د کار زده کړې په پروګرام کې د ګډون په موخه، له یو زر او ۴۰۰ تنو داوطلبانو څخه کمپيوټري ازموینه واخیسته. د ملکي خدمتونو انستیتوت لخوا هرکال د پوهنتونونو نویو فارغینو او هغه داوطلبانو لپاره چې کاري […]

د شکایتونو د څېړلو بورډ اوونیز راپور: ۲۴۸ شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو د څېړلو بورډ د وري میاشتې له ۲۹ د غويي میاشتې څلورمې، ۲۴۸ شکایتونه څېړلي. له دې جملې ۲۲۴ شکایتونه رد، ۱۵ تایید او شپږ یې ساتل شوي. په همدې توګه، د بورډ د مصوبې له مخې، درې بستونه بیا اعلان ته وړاندې شوي. دغه راز، د مرکز […]

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوولس لوړ رتبه بستونو کمپيوټري ازموینه ترسره شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوولس لوړ رتبه بستونو د داوطلبانو لپاره کمپيوټري (تحریري) ازموینه ترسره کړه. د دغو بستونو د داوطلبانو شمېر، ۱۰۳ تنه وو، چې  په پنجشیر، سرپل، لوګر، نیمروز، کاپيسا، خوست، فاریاب او هرات کې  د کمېسیون  ولایتي ریاستونو […]

د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د بشري سرچینو د معلوماتو ثبت او بایو متریک بهیر پيل شو

 د کانونواو پټرولیم په وزارت کې د بشري سر چینو د معلوماتو مدیریت په سیستم (HRMIS) کې د دغه وزارت د کارکوونکو د معلوماتو د ثبت او بایو متریک بهیر پيل شو. د کانونو او پټرولیم وزارت د تشکیل کچه ۲۲۰۴ تنو ته رسېږي، چې ۱۳۴۱ بستونه یې په مرکز […]