په ننګرهار ولایت کې د شهید محمد موسی شفیق، بلخ کې د رابعه بلخي، خوست کې د ملکې ثریا او د هرات، کندهار او بامیان ولایتونو ازموینو مرکزونو کې د ملکي خدمتونو ۱۲۷ بستونو لپاره کمپیوټري ازموینې واخیستل شوې. د ګومارنې په دغو سیالیو کې په شرایطو برابر یو زر […]
آرشیو کتگوری news
د کمپيوټري ازموینو نهم مرکز په جوزجان ولایت پرانیستل شو
د «نادره بیګم» په نوم په پرمختللو وسایلو سمبال د کمپیوټري ازموینو نهم مرکز په جوزجان ولایت کې پرانیستل شو. له دې سره سم، په دغه مرکز کې د دغه ولایت مستوفیت څلورو بستونو لپاره لومړنۍ کمپيوټري ازموینه ترسره شوه چې پکې ۱۶۹ تنو چې (۱۵۲ نارینه او ۱۷ښځینه) ګډون […]
کابل کې د ازموینو مرکزونو کې د ملکي خدمتونو ۱۵۷ بستونو لپاره د ګومارنې ازموینې ترسره شوې
د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو ازموینو مرکز او د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ازموینو مرکز کې د لوړ رتبه، منځنۍ کچې او ورودي کچې ۱۵۷ بستونو لپاره د ګومارنې ازموینې ترسره شوې. دغو ازموینو کې د څو پرلپسې ورځو په ترڅ کې په شرایطو برابر دوه زر او ۲۱۳ […]
د ترک توکمو قومونو محترمو مشرانو د کمېسیون له رییس سره خپل لیدلوري شریک کړل
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري د افغانستان د ترک توکمو محترمو قومونو له مشرانو، مخورو او سیاستوالو سره وکتل. د ترک توکمو قومونو استازو، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ګومارنې پروسو د شفافیت او تخصصوالي ملاتړ وکړ. دوی دغه راز، د […]
د سازماني جوړښت له تجدید سره، د اقتصاد وزارت فعالیتونه اغېزمن کېږي
د اقتصاد وزارت له وزیرې او مرستیالانو سره یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس په لیدنه کې د سازماني جوړښت د بیاکتنې پر اړتیا او اقتصاد وزارت کې د نورو اصلاحاتو په رامنځ ته کېدو ټینګار وشو. د اقتصاد وزیرې کریمې فاریابي وویل چې کمېسیون د […]
د شکایتونو څېړلو بورډ یو میاشتنی راپور: ۵۳۲ شکایتونه څېړل شوي
د شکایتونو څېړلو بورډ د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ۵۳۲ شکایتونه څېړلي. له دې شمېر ۴۰۱ شکایتونه رد، ۹۶ تایید او ۲۶ یې ساتل شوي دي. دغه راز شپږ شکایتونه د بست بیا اعلان او درې نور بیا د بیا ازموینې لامل شوي. په همدې توګه د تېرې […]
د ملکي خدمتونو په ادارو کې د انساني سرچینو مدیریت اطلاعاتو سیستم (HRMIS) د تطبیق څرنګوالی وڅېړل شو
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنرانو بورډ د ملکي خدمتونو په ادارو کې د انساني سرچینو مدیریت اطلاعاتو سیستم (HRMIS) د تطبیق څرنګوالی وڅېړلو. د انساني سرچینو مدیریت د اطلاعاتو په سیستم کې د ملکي خدمتونو ټولو کارکوونکو بنسټیزو اطلاعاتو د ثبت پروسې له بشپړېدو وروسته، اداروته […]
د څلورو ولایتونو په ډله ییزو ازموینو کې ۲۳ زر او ۵۰۵ تنو سیالۍ وکړې
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لخوا د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د هرات، کندهار، تخار او غزني ولایتونو د ښوونکو او ملکي خدمتونو ورودي کچې بستونو ډله ییزې ازموینې ترسره شوې. د هرات ولایت ۱۱۷۱ بستونو لپاره ۶۸۰۰ تنو (د ښوونکو ۹۴۳ بستونو او ورودي کچې […]
له دې وروسته د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو ارزونه د نوې کړنلارې له مخې ترسره کېږي
د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو ارزونې پروسه چې له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې بیاکتنه نه وه شوې، له دې وروسته، د یوې بشپړې کړنلارې له مخې او د ملکي خدمتونو نظام د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي. د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجرااتو ارزونې په نویو فورمو […]
د ملکي خدمتونو ۴۸۸ بستونو لپاره، د ګومارنې کمپیوټري ازموینه ترسره شوه
د کابل، بلخ، ننګرهار، بامیان، هرات، خوست او کندهار ولایتونو ازموینو مرکزونو کې د ملکي خدمتونو ورودي او منځنۍ کچې ۴۸۸ بستونو لپاره د ګومارنې کمپیوټري ازموینې ترسره شوې. د ګومارنې په دغو ازموینو کې د پوهنې، عامې روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ټولګټو، عدلیې، مالیې، لوړو زده کړو، کورنیو […]












