د ملکي خدمتونو کارکوونکو د معاشونو ورکړه ډېر ژر، د الکترونیکي ورکړې سیستم له لارې پیلېږي

په هېواد کې د مالي او اداري سیستمونو، د انساني سرچینو اطلاعاتو مدیریت (HRMIS)، د مالیې وزارت د  (AFMIS) او د الکترونیکي تذکرو (e-NID) سیستمونو د وصل لپاره، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د رییس احمد نادر نادري، د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د رییس احمد جاوید رسولي ترمنځ کاري غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې، د اړوندو ادارو ترمنځ د الکترونیکي سیستمونو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې وروستي پرمختګونه و ارزول شول. د زیاتې همغږۍ لپاره، تخنیکي کمېټو ته دنده وسپارل شوه څو د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې، د انساني سرچینو اطلاعاتو مدیریت سیستم له لارې د معاشاتو پروسس ازمایښتي پړاو بشپړ کړي.

د انساني سرچینو اطلاعاتو مدیریت (HRMIS) سیستم کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو ټول بایو ګرافیک او بایو متریک معلومات ثبت دي، دغه سیستم د مالیې وزارت د ورکړې له سیستمونو سره وصلېږي، چې له دې لارې د ملکي  خدمتونو کارکوونکو (معاشاتو ورکړه) PAYROLL تر سره کېږي، چې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د معاشاتو او نورو امتیازاتو د ورکړې په برخه کې شفافیت رامنځ ته کېږي او د ستندرد کولو او برابرولو په برخه کې مرسته کوي.

د الکترونیکي تذکرو له سیستم سره د انساني سرچینو اطلاعاتو مدیریت (HRMIS) سیستم نښلولو سره، د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې نوي مقررېږي، الکترونیکي تذکره ولري، د بایو متریک معلوماتو د درج کولو لپاره اړتیا یې نشته.