د ملکي خدمتونو څلور لوړ رتبه بستونو لپاره کمپیوټري ازموینه واخیستل شوه

د ملکي خدمتونو دوه ادارو د لوړ رتبه بستونو لپاره ۸۵ تنو داوطلبانو د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو ازموینو مرکز کې په کمپيوټري ازموینه کې ګډون وکړ.

۶۱ تنو داوطلبانو د مشرانو جرګې نړیوالو اړیکو ریاست او مالي بودیجې ریاست بستونو او ۲۴تنو نورو داوطلبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تدریسي ریاست او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د جګړې قربانیانو تثبیت او رسېدنې ریاست ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تدریسي ریاست نوماندې بصیرې حسني د ملکي خدمتونو بستونو لپاره د کمپیوټري ازموینې ترسره کول د ګومارنې اصلاحاتو په برخه کې له مهمو لاسته راوړنو وبلل او ویې ویل: «کمپیوټري ازموینې دغه زمینه برابره کړې څو وړ او لایق کسان ادارو ته لار پیدا کړي او په ادارو کې مثبت بدلون راولي.»