د طالبانو واکمنۍ لاندې سیمو کې، اداري بنسټونه ړنګ او تجهیزات یې چور شوي دي

د طالبانو واکمنۍ لاندې سیمو کې د عامه خدمتونو وضعیت څېړلو راپور

د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې طالبانو د دولتي ودانیو په نیولو سره، ۲۶۰ اداري ودانۍ ړنګې او یا هم سوځلې دي. دغه راز، په ۱۴۹ ولسوالیو کې د دغې ډلې لخوا د اداري ودانیو تجهیزات او امکانات له نیولو وروسته، چور شوي دي.

په همدې توګه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون څېړنې ښيي چې د طالبانو واکمنۍ لاندې سیمو کې اساسي دولتي خدمات بند شوي او د عامه خدمتونو زیات شمېر کارکوونکي زیانمن او یا هم له سیمو څخه یې د ولایتونو مرکزونو ته بې ځایه شوي دي.

هغه ولسوالۍ او سیمې چې طالبانو نېولې دي، له ۱۳ میلیون زیات وګړي پکې ژوند کوي چې دمګړۍ له عامه خدمتونو بې برخې دي. سلګونه پراختیايي پروژې لکه، د اوبو رسولو شبکې بیا رغاونه، سرک، استنادي دیوالونو، ښوونځیو، پلونو جوړول، د څاګانو کېندل، روغتونونو جوړول، لوبغالو جوړول، سړخونو جوړول او نورې پروژې بندې شوې دي. د بېلګې په ډول په تخار ولایت کې د طالبانو واکمنۍ لاندې ولسوالیو ک، ۱۱۲ پراختیايي پروژې چې د روان کال لپاره ورته پروګرام جوړ شوی وو، اوس په بشپړ ډول بندې دي.

د طالبانو لخوا د ولسوالیو له نیول کېدو وروسته، د ملکي خدمتونو له ۵۰ زرو زیات کارکوونکي له نا څرګند برخلیک سره مخ دي او نشي کولای چې دندو ته حاضر شي.  د دغو کارکوونکو له جملې، نږدې څلور زره تنه یې زیانمن شوي او د ناوړه امنیتي وضعیت او لوړ ګواښ له امله، له خپلو سیمو د ولایتونو مرکزونو ته تللي. په ځینو ولسوالیوکې د طالبانو لخوا د ېرغمل کېدو، ګواښ وهلو ډبولو د معدوده مواردو راپور ورکړل شوی دی.

پروان ولایت کې سیاګرد ولسوالۍ کې د ملکي خدمتونو یو کارکوونکی وايي:«د چنګاښ له پېنځمې چې طالبانو ولسوالي نیولې، زه په کور ناست یم او ناڅرګند برخلیک سره مخ یم.» په ارزګان ولایت کې د عامه خدمتونو درې تنه کارکوونکي په یوه ولسوالۍ کې تري تم دي. په نورستان ولایت کې د ملکي خدمتونو دوه تنه کارکوونکي او لغمان ولایت کې یو تن د ملکي خدمتونو کارکوونکی وهل ډبول شوي دي. د فراه ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې د ملکي خدمتونو یو مامور د طالبانو لخوا یرغمل شوی دی. پکتیا ولایت کې د طالبانو واکمنۍ لاندې ولسوالیو کې د ملکي خدمتونو متقاعدینو د ازار او اذیت په اړه راپور ورکړل شوی دی.

په ۱۰۶ ولسوالیو کې د عامه خدمتونو بنسټونو ۲۶۰ ودانۍ، د سوځولو، ماین چاودلو، موټربم، راکټ او مرمیو سره په کلي، ډېری او قسمي ډول ویجاړې شوې دي. د میدان وردګو ولایت د نرخ او جلریز ولسوالۍ ودانۍ، نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ ودانۍ، بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ ودانۍ، فراه ولایت لاش او جوین ولسوالۍ ودانۍ، د سمنګان ولایت فیروز نخچیر ولسوالۍ ودانۍ، ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ ودانۍ، نورستان ولایت دواب او منډول ولسوالیو ودانۍ، بغلان ولایت تاله برفک ولسوالۍ ودانۍ، هغه اداري بنسټونه دي چې د نورو بېلابېلو ولسوالیو ودانیو په لړ په کلي ډول ویجاړې شوې دي. د اداري ودانیو ځینې برخې ډېرې او ځینې په قسمي ډول ویجاړې شوې دي.

هغه ولسوالۍ چې طالبان پکې واکمن دي، ډېری تجهیزات لکه، کمپیوټر، میز، چوکۍ، المارۍ، جنراتور، سولر، بټرۍ، پکې، فرش، د اوبو زېرمې او نورو لوازم یې چور شوي دي. دغه راز راپور ورکړل شوی چې په ۸۲ ولسوالیو کې د تجهیزاتو چور کچه، ۱۰۰ سلنه، ۱۸ ولسوالیو کې له ۷۰ تر ۹۰ سلنه، په ۱۴ ولسوالیو کې له ۵۰ تر ۶۰ سلنه او په ۳۵ ولسوالیو کې ۵۰ سلنې پورې راپور ورکړل شوی دی.

پوهنه او روغتیا هغه خدمات دي چې د طالبانو واکمنۍ لاندې ولسوالیو اوسېدونکي د قیوداتو او محددویتونو سره وړاندې کېږي. خو په ځینو سیمو کې د دغو خدماتو وړاندې کول، په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ شوي دي. د راپورونو له مخې،  د طالبانو لخوا د پروان ولایت سیاګرد ولسوالۍ د نیولو په لومړۍ اوونۍ، د سیمې اوسېدونکو خپل ناروغان د چاریکارو، پنجشیر او یا هم کابل روغتونونو ته لېږدول. د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د روغتونونو د نه فعالیت له امله، هغه اړ شو څو خپله مېرمن په داسې حال کې نسايي ولادي ناروغه وه، په ډېرې سختۍ سره د چاریکارو روغتون ته ولېږدوي.

طالبانو ترواک لاندې کم شمېر ولسوالیو کې ښځینه کارکوونکې چې د روغتیا په برخه کې کارکوي، د تګ راتګ پرمهال د حجاب او شرعي محرم لرلو د قید په اېښودو سره د فعالیت اجازه ورکړې ده. پکتیا ولایت کې د طالبانو واکمنۍ لاندې ولسوالیو کې یواځې هغو ښځو ته چې په نسايي ولادي برخه کې کار کوي، د حجاب او شرعي محرم لرلو د قید په اېښودو سره د خدمت کولو اجازه ورکړې ده.