د ګومارنې پوښتنې څرنګه طرحه کېږي؟

د ازموینو منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز دنده لري څو د ګومارنې پوښتنې د دندو له لایحو او د ادارو له اړتیاوو سره سمې طرحه او تدوین کړي. د ګومارنو پوښتنو په څېړلو او جوړولو کې له سلګونه معتبره ملي او نړیوالو سرچینو کار اخیستل کېږي.

د ازموینو د منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز، نږدې دوه کاله مخکې جوړ شو چې په دغه مرکز کې تراوسه له ۳۵ زره ډېرې حمایوي او تخصصي پوښتنې زېرمه شوې او د ورځې په تېرېدو سره دغه شمېر د زیاتوالي په حال کې دی.

پوښتنې داسې توګه طرحه کېږي چې له مخې یې په شرایطو برابر واجدینو پوهه،  مهارت او تحلیل ارزول کېږي. پوښتنې د ملکي خدمتونو د وړتیاوو چوکاټ، اجرايي وړتیاوو، حمایوي وړتیاوو، وړتیاوو او پراختیايي قابلیتونو په پام کې نیولو سره جوړېږي.

د رشتې له متخصصینو سره دندو د لایحو تحلیل او تشخیص، د داوطلبانو له کچې سره متناسب او مرتبطه، معتبره سرچینو تعیین، د کارشناسانو لخوا د پوښتنو جوړول، د ېوې ډلې کارشناسانو لخوا د جوړو شویو پوښتنو بیا کتنه او د پوښتنو معیاري کول، د پوښتنو ژباړه ( دري پښتو / پښتو دري) او د پوښتنو بانک ته د پوښتنو لېږد هغه پړاو دی چې یوه پوښتنه نهايي او په بانک کې اېښودل کېږي.

د کمېسیون  ازموینو د منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز رییسه فروزان امیري د ازموینو د منځپانګې کیفیت ښه والي په برخه کې د دغه مرکز د ژمنو او هڅو ډاډ ورکړی، وايي:«دغه مرکز تل هڅه کوي څو د الکترونیکي ازموینې له لارې د ګومارنې پروسې داوطلبانو او غوښتونکو لید لورو ته په پام سره د منځپانګې کیفیت، معتبره او ټولو ته د لاس رسي وړ سرچینو د ګټنې، سرچینوته د لاس رسي څرنګوالي او نورو مرتبطو موضوع ګانو په برخه کې اغیزناک خدمات وړاندې کړي.»

هغه سرچینې چې د ازموینو منځپانګې جوړولو او څېړنو په مرکز کې کارول کېږي، باید معتبره وي؛ (لېکوال، مؤلف، خپرېدونکی) باید د منلو وړ اعتبار څخه برخمن وي. دغه راز، لومړیتوب کورنۍ سرچینې دي، څرنګه چې کورنۍ سرچینې نه وي او د اعتبار وړ نه وي، له بهرنیو سرچینو کار اخیستل کېږي، سرچینې باید له موضوع سره مرتبطې او د داوطلبانو د پوهې له کچې سره متناسبې وي.

د کمېسیون په ویبپاڼه کې سرچینې په دوه برخو حمایوي او تخصصي برخو دسته بندي شوې دي. په تخصصي برخه کې سرچینې د زیاتوالي په حال کې دي. تخصصي سرچینې د وزارتونو او ادارو د لېست له مخې دسته بندي شوې دي. د ملکي خدمتونو بنسټونو د بستونو داوطلبان، له لېست څخه د ادارې او وزارت نوم پيدا کوي او کلېک ورباندې کوي؛ له دې سره د وزارت/ ادارې د بستونو ازموینې سرچینې یې په واک کې ورځي.

کله چې د ملکي خدمتونو بستونو داوطلبانو لېست د ازموینو د منځپانګې جوړولواو څېړنو مرکز سره شریک شو، دغه مرکز هر داوطلب لپاره یو کاروونکی نوم او مخصوص پسورډ جوړوي. نوماندان د ازموینې په ورځ د خپل کاروونکي نوم او پسورډ له ترلاسه کولو وروسته، هغې خونې ته چې ټاکل شوې ازموینه پکې ورکړي، لارښوونه ورته کېږي. کله چې نوماندان کمپیوټر ته کیناستل، د کاروونکي نوم او پسورډ له کارولو وروسته، سیستم ته دننه کېږي، پوښتنې ورته په تصادفي ډول او د کاروونکي نوم او پسورډ له کارولو وروسته، د پوښتنو له بانک څخه د الکترونیکي سیستم له خوا غوره کېږي او داوطلب ته ښوول کېږي. د پوښتنو په انتخاب او نمره ورکولو کې هېڅ ډول انساني لاسوهنه نه کېږي.

نجیب الله قریشي یو له هغو داوطلبانو څخه دی چې د یوه دولتي بنسټ څلورم رتبه بست لپاره یې لومړي ځل لپاره په الکترونیکي ازموینه کې برخه اخیستې ده. ښاغلی قریشي په هغه ازموینه کې چې د پوښتنو په غوره کولو انساني لاسوهنه نه کېږي، په اړه یې خوښي څرګندوي:«کله چې د کمپيوټر لخوا په اخیستوونکې ازموینه کې، ګډون کوو، په خپلې پوهې، استعداد او وړتیاوو باندې د انسان باور رامنځ ته کېږي.»

ښاغلي قریشي دغه راز وویل: «مرتبطې پوښتنې چې د الکترونیکي ازموینو سیستم لخوا غوره کېږي، ډېرې دقیقې او عالي دي، خو مدیریتي او عمومي پوښتنې له ۵۰ سلنې زیاتې او مسلکي پوښتنې له ۵۰ سلنه لږ راغلې وې، چې زما په نظر دغه کار هغو کاندیدانو پېژندلو لپاره چې مسلک کې پوهېږي او هغه کاندیدان چې په مسلکي برخه کې لږ پوهه او معلومات لري، ستونزې جوړوي.»

په الکترونیکي ازموینه کې پوښتنې، له دوه برخو حمایوي/ مدیریتي او تخصصي برخو راځي. د هرې برخې فیصدي د بست رتبې ته په پاملرنې سره مشخص کېږي. څومره چې بست لوړ وي مدیریتي پوښتنې ډېرې راځي. عالي رتبه بستونو لپاره حد اقل مدیریتي پوښتنې ۵۰ سلنه دي او کېدای شي ۶۰ سلنې پورې هم لوړې شي. ټیټ رتبه بستونو لپاره د تخصصي پوښتنو ونډه ډېره ده او کېدای شي ۷۰ سلنې پورې وي. دغه راز، پوښتنې د دندو لایحې ته په پام او هغه تخصصونه چې مخکې د مرتبط ادارې او د څانګې متخصصینو لخوا د نظر وړ بست لپاره تشخیص شوي، انتخابېږي. په تخصص او هغه څانګه کې چې د پوښتنو جوړولو څېړنو مرکز متخصص ونه لري له بهرنیو متخصصینو کار اخیستل کېږي.

د ازموینو منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز په همیشني قرنتین کې دی؛ د ازموینې منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز ته تګ راتګ له مخکې همغږي کېږي، کمپیوټرونو او د پوښتنو جوړولو برخو ته د همکارانو لاس رسی، له مسؤولو کسانو پرته نه ترسره کېږي او دغه راز د ټولو برخو نظارت او کنټرول په امنیتي کمرو، له انټرنټ سره د سیستمونو او مرتبطو کمپيوټر نه نښلېدل او د مرکز له کمپیوټرونو سره،د فلش/ هارډیسک او …. بندېدل، د ازموینو منځپانګې جوړولو او څېړنو مرکز ته د موبایل، فلش، الکترونیکي وسایلو او … نه راوړل او اصولو او مقرراتو باندې د ټولو کارکوونکو پابندي او د لوړې ترسره کول، هغه ځانګړي تدابیر دي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون بهر ته د پوښتنو د وتلو مخنیوي په برخه کې تر لاس لاندې نیولي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په کابل کې د کمپیوټري ازموینو دوه مرکزونه او د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د کمپيوټري ازموینو ۱۱ مرکزونه لري. په ولایتونو کې د کمپیوټري ازموینو مرکزونه د یوه واحد او خوندي سیستم له لارې په کابل کې د ازموینو له مرکز سره وصل دي. په ولایتي مرکزونو کې د ازموینو برخوال، له ازموینې څو شیبې مخکې په کابل کې د ازموینو مرکز له لارې کاروونکي نومونه او پسورډونه ترلاسه کوي. کله چې په ولایتي مرکزونو کې ازموینه پیل شوه، د ازموینې پوښتنې هم په کابل کې د ازموینو مرکز څخه د ازموینې برخوالو په واک کې ورکول کېږي. په ولایتي مرکزونو کې د ازموینو بهیر په کابل کې د ازموینو مرکز کې له کنټرول خونې څارل کېږي. برخوال له څنډ پرته د ازموینې له پای ته رسېدو وروسته، خپلې پایلې ترلاسه کوي.

په ولایتونو کې د ازموینو په مرکزونو کې پوښتنې په انلاین ډول د Intranet په  شبکه کې له لوړو امنیتي تدابیرو سره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د پوښتنو له بانک څخه د ولایتي ازموینو مرکز کې د داوطلبانو په واک کې ورکول کې او په ولایتي مرکزونو کې د پوښتنو د زېرمه کېدو شونتیا نشته. د داوطلب ځوابونو ته په کابل کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون مقر کې د مرکزي سیستم له خوا نمره ورکول کېږي او پایله یې داوطلب ته وړاندې کېږي.